د هوا پېژندنې اداره: د هوا بدلون سره نړۍ کې د اوبو کچه ټیټه شوې

د ملګرو ملتونو د هوا پېژندنې د نړیوالې ادارې مشر پیټري تالاس

د ملګرو ملتونو د هوا پېژندنې د نړیوالې ادارې مشر وایي، د هوا له بدلون سره په نړۍ کې د اوبو کچه ټیټه شوې ده او طبیعي ناوړه پېښې په زیاتېدو دي چې هم ژوند ګواښي او هم نړیوال اقتصاد.

پیټري تالاس د سې شنبې په ورځ په جنیوا کې خبري غونډې ته وویل: "د اقلیم د بدلون تر ټولو ستر بدلون د اوبو له درکه احساسېږي او دا د طبیعي افتونو بنسټ دی، په حقیقت کې دا هغه پېښې دي چې بیا-بیا تکراریږي چې د انسان پر ژوند او اقتصاد اغېزې شیندي."

ښاغلي تالاس په دوه زره یو ویشتم کال کې خلکو ته د اوبو او هوا په اړه د خپل راپورد وړاندې کولو پرمهال پرون دا خبره هم وکړه چې په تېرو شلو کلونو کې د اوبو کچه یو سانتي متر ښکته شوې ده.

د ده په وینا د جنوبي قطب او ګرینلنډ کنګلونه هم ډېر اوبه شوي دي.