روسیه کې په یوه ورځ ۸۹۵ کسان د کرونا له امله مړه شول

ارشیف، مسکو کې یو شمېر روغتیاپالان د امبولانس تر خوا لیدل کیږي.

په روسیه کې د سې شنبې په ورځ اته سوه پنځه نوي کسان د کرونا له امله مړه شول چې دا د دې وبا له پیله تراوسه د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په دې هېواد کې تر بل هر وخت د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مړینې لوړه شمېره ده.

په روسیه کې له کرونا سره د مبارزې ډلې پرون دا خبر هم ورکړچې په یوه شپه او ورځ کې تر پنځه ویشت زره ډېر کسان په کووېد نولس ناروغۍ اخته شوي دي.

د کریملین ویاند دیمتري پیسکوف د کرونا وضعیت ناوړه بللی دی او وایي چې علت یې د واکسینو کمبود دی.

د روسیې له یوسل او دوه څلویښت میلیونه نفوس څخه دوه څلویښت میلیونه تراوسه واکسین شوي دي.

د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې په روسیه کې اووه نیم میلیونه کسان په کرونا اخته شوي دي او تراوسه د دې ناروغۍ د قربانیانو شمېر له اووه لکه اووه زره اوښتی دی.