د طالبانو د حکومت استازیو او د ایران د دولت یوه پلاوي د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او په سوداګرۍ کې د اسانتیاوو په برخو کې موافقه وکړه.
د طالبانو ویاند او د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، وویل، له ایراني پلاوي سره یې سلا وکړه چې د یوې میاشتې په ترڅ کې به د دواړو لوریو جګپوړی پلاوی د اسلام کلا او دوغارون په بندرونو کې د شته ستونزو ارزونه وکړي.
همدا راز موافقه شوې چې هند ته به د دوغارون-چابهار له لارې د افغانستان د تجارتي مالونو او وچې میوې د انتقال د لارو چارو د سنجولو په برخه کې ایرانی لوری لازمې څېړنې او مطالعات کوي.
دا په داسې حال کې ده چې پر کابل د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې اقتصادي ستونزې زیاتې شوي دي، بانکونه سم فعاله نه دي، لوږه په زیاتېدو ده او نړیوالو د یوه احتمالي بشري ناورین د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی دی.