د بښنې نړیوال سازمان Amnesty International ویلي چې طالبانو دیارلس هزاره ګان په دایکندي ولایت کې په ناحقه/ناقانونه وژلي دي.
د یوې څېړنې له مخې چې د یاد سازمان له خوا شوې ګڼ دا قربانیان هغه سرتیري وو چې له طالبانو سره یوځای شوي وو.
د بښنې نړیوال سازمان نن ویلي، دا هزاره ګان دوه اوونۍ وروسته له هغه د دایکندي ولایت په کاهور کلي کې د طالبانو له خوا وژل شوي چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا راپور په کلکه رد کړ:"دا راپور په کلکه ردوو. داسې پېښه هېڅ ځای کې نه ده شوې. البته چې په جنګي حالت کې کومه پوسته یا اربکی وو او جنګ کې وژل شوی، استثنا شته مګر کله چې چېرته جنګ نه وي هېڅ داسې کومه پېښه نه لرو چې چا ته زیان رسیدلی وي."
طالبانو د اسد په ۲۳ د دایکندي کنټرول په لاس کې واخیست.
د امنیستي انترنیشنل په څېړنه کې ویل شوي چې ۱۱ تنه وژل شوي کسان د امنیتي ځواکونو پخواني غړي وو او دوه نور بیا عام خلک وو چې یوه یې اولس کلنه نجلۍ وه.
طالبانو د کابل تر نیولو لږ وروسته عمومي بښنه هم اعلان کړه.