کابل ښار کې یو شمېر تیل پلورونکي د بیو له لوړوالي شکایت لري

ارشیف

په کابل ښار کې یو شمېر تېل پلورونکي وایي، د تیلو او ګاز بیې په بې ساري توګه لوړې شوې.

دوی نن سې شنبه (د تلې په ۱۳مه) ازادي راډیو ته وویل چې د یو لیتر پترولو قیمت ان ۷۰ افغانیو ته رسېدلی او یو لیتر ډیزل هم په ۶۲ افغانیو پلورل کېږي.

د پادشاهي د تېلو ټانګ مشر توریالي عزیزي، ازادي راډیو ته وویل چې یو کیلوګاز په ۸۰ افغانۍ پلورل کېږي.

ښاغلی عزیزي وایي، د بیو د لوړوالي لامل د ناسم بانکي فعالیت او د پیسو نشتون دی.

دی وایي چې په دې اړه دوی څو ځلي له چارواکو سره خبرې کړي، خو هغو له ژمنو سره سره دا ستونزه تر اوسه نه ده حل کړې.

د کابل ښار د تېلو پلورونکو په خبره مخکې یو لیتر پترول په ۴۳ افغانۍ ډیزل په ۴۰ افغانیو او ګاز هم په ۴۰ افغانیو وه، خو اوس دا بیې ډېرې لوې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په مشرۍ حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د تېلو پلورنکو او سوداګرو د ستونزو د څېړلو خبره کوي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ستونزو د حل لپاره چټکې هڅې روانې دي.