فیسبوک بېګا د څو ساعتونو لپاره کار نه ورکاوه

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

فیسبوک بېګا د څو ساعتونو لپاره کار نه ورکاوه.

د ټولنیو شبکو دغه مخکښ شرکت په خپل بیان کې ویلی چې ځینې خلک د فیسبوک په خلاصولو کې ستونزه لري، خو کار روان دی چې دا ستونزه هواره شي.

فیسبوک له دې چې څو ساعته یې کار نه ورکاوه له خلکو بښنه هم غوښتې.

د فیسبوک اړوند دوه نورو شبکو انسټاګرام او وټسپ هم کار پرېښی.

فیسبوک شااوخوا دوه میلیارده ورځني فعاله غړي لري. د اسعارو په نړیوال مارکیټ کې د فیسبوک له پرونۍ پرچاوۍ سره سم د دغه شرکت د ونډو بیې دوشنبه د امریکا په وخت ماسپيښن مهال پنځه اعشاریه درې فیصده ولوېدې.

رویټرز د معلوماتي ټکنالوژۍ د امنیتي کارپوهانو په حواله لیکلي چې ښايي کومه داخلي تېروتنه د دې لویې پرچاوۍ لامل شوې وي یا ممکن کوم چا له دننه قصداً دا کار کړی وي.

دا په تېر یوه کال کې د فیسبوک او اړونده شرکتونو تر ټولو اوږده پرچاوي یاده شوې ده.

فیسبوک او اړوند شبکو داسې وخت بېګا کار پرېښود چې په فیسبوک انتقادونه زیات شوي و چې ګواکې ګټه ورته لومړیتوب لري او د غلطو معلوماتو د خپرېدو او د تاوتریخجنو څرګندونو د خپرېدو په مخنیوي کې پڅ دی.