ترکمنستان: چمتو یو چې د افغانستان له نوي حکومت سره کار وکړو

د ترکمنستان جمهور رییس قربان قلي بردي محمدوف

د ترکمنستان جمهور رییس ویلي چې هېواد یې چمتو دی د افغانستان له نوي حکومت سره کار وکړي.

قربان قلي بردي محمدوف له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې ټینګار کړی چې ترکمنستان د افغانستان وضعیت له نږدې څاري.

د هغه په خبره ترکمنستان غواړي چې له افغانستان سره همکار و اوسي او د دواړو هېوادونو اړیکې بېرته عادي مخته لاړې شي.

بردي محمدوف دا ټینګار هم کړی چې ترکمنستان به د افغانستان په تړاو په خپل بې پلوي دریځ ولاړ وي او غواړي د طالبانو حکومت سوله غوښتونکې بهرنۍ پالیسي ولري.