د نړۍ د یو شمېر اوسنیو او پخوانیو رهبرانو د مالي فساد په اړ سندونه خپاره شول

ارشیف، پیسې او سره زر

د نړۍ یو شمېر رسنیو، د یو لړ افشا شویو اسنادو په اړه معلومات خپاره کړي چې د نړۍ د مختلفو هېوادونو د مشرانو د مالي فساد ښکارندویي کوي.

دا اسناد پاندورا سندونه، د پاندورا په نوم منتشر شوي چې مجموعي شمېر یې ۱۱،۹ ملیونه مالي سندونو ته رسېږي.

دا اسناد د نړۍ د اوسنیو ۳۵ رهبرانو او ۳۰۰ پخوانیو مشرانو د مالي فساد ښکارندويي کوي چې د نړۍ د ۹۱ هېوادونو مشرانو ته مربوط کېږي.

دا اطلاعات د تحقیقي ژورنالېستانو د نړیوال کنسرسیوم له‌خوا د اکټوبر په ۳مه نېټه خپاره شول.

یاد بنسټ لا نه‌ده روښانه کړې چې څه ډول‌یې دغو اسنادو ته لاس ورسېدلی او همداراز د روېټرز خبري اژانس هم په دې اړه ویلي چې په مستقل ډول نه‌شي کولای د دغه سند په اړه د ادعاوو جزئیات تأیید کړي.

دا سندونه ښکاروي چې د اردن پاچا ۱۰۰ ملیونه ډالر د بهرنیو بانګونو له لارې په بریتانیا او امریکا کې په اعیاني کورونو باندې لګولي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له قوله دغه سندونه ښکاروي چې د کریوو نوکیخ په نوم یوه روسي ښځه چې کلونه‌یې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره پټې اړیکې درلودې، په ۲۰۰۳ کال‌یې په کارائیب کې په تورتولا جزیره کې د یوه بهرني شرکت له لارې توانېدلې څو په موناکو کې د یوه اپارتمان مالکه شي.

دا سندونه همداراز ښکاروي چې د چک جمهوریت د پارلماني انتخاباتو په درشل کې د دغه هېواد صدراعظم اندري بابیش فرانسې ته څېرمه په یوه کلي کې د ۲۲ ملیونو ډالرو په ارزښت یو کور اخیستی.

ښاغلي بابیش د یوې ټلوېزیوني مناظرې په ترځ کې ویلي چې هېڅ کوم اشتباه کار یې نه‌دی کړی.