په بازارونو کې د لوړو بیو په اړه د خوراکي توکو د اتحادیې اندېښنه

د خوراکي توکو هټۍ

د افغانستان د خوراکي توکو اتحادیه د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي اندېښمنه ده.

د دغې ټولنې مشر فضل‌الرحمن نن دوشنبه (د تلې ۱۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې په هېواد کې د بانکونو د ستونزو او د وارداتو د نشتوالي له امله د لومړنیو توکو بیې لوړې شوې دي.

د هغه په خبره، که سوداګر د وارداتو پیسې ونه‌لري څنګه کولای شي هېواد ته لومړني توکي وارد کړي؟ نو له همدې له امله دغه ډول مواد په بازارونو کې کم او په لوړه بیه دي.

د دغې اتحادیې د معلوماتو له مخې مخکې د یوې بورۍ وړو بیه ۱،۸۰۰ افغانۍ وه، خو اوس‌مهال دا بیه ۲،۲۰۰ ته رسېدلې ده او همدارنګه د یوې دوه منۍ بوشکې غوړیو بیه مخکې ۱،۸۰۰ وه چې اوس ۲،۳۵۰ ته لوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار اوسېدونکي هم د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي.

د کابل یو اوسېدونکي رفیع ازادي راډیو ته وویل چې د پیسو، کار او د لومړنیو توکیو د نشتوالي له امله اندېښمن دی.

د طالبانو له لوري پر افغانستان د واکمنۍ له ټینګېدو وروسته نړیوال بانک د افغانستان بانک ټولې پیسې کنګل کړې چې له دې امله د هېواد بانکونه له ستونزو سره مخ شول.