د جاپان پارلمان فومیو کیشیدا د نوي صدراعظم په توګه تأیید کړ

فومیو کیشیدا

د جاپان پارلمان نن فومیو کیشیدا د دغه هېواد د نوي صدراعظم په توګه تأیید کړ.

کیشیدا چې تېره اوونۍ یې د لبرال ډیموکرات ګوند مشري پر غاړه واخیسته په اسانۍ وتوانېد چې په پارلمان کې د تأیید رایه ترلاسه کړي، ځکه واکمن ګوند او ائتلافي شریک‌یې دواړه د پارلمان په دواړو جرګو کې اکثریت لري.

یوشیهیدي سوګا د جاپان د صدراعظم په توګه د یو کال تر دندې وروسته له خپلې څوکۍ استعفا وکړه.

د ده د حکومت محبوبیت د کرونا وبا په وړاندې د پڅو اقداماتو او نورو مسایلو له کبله کم شوی دی.

داسې نه‌ښکاري کیشیدا چې پخوا د جاپان د بهرنیو چارو وزیر و، د حکومت په اصلي پالېسیو کې کوم بدلون راولي، خو ژمنه‌یې کړې ده، په جاپان کې چې د نړۍ درېیم اقتصادي ځواک ګڼل کېږي پراخ اقتصادي محرک ایجاد کړي.