سعودي د ایران نوي حکومت سره د مستقیمو خبرو د لومړي پړاو ترسره کول تأیید کړ

د سعودي عربستان او ایران بیرغونه

سعودي عربستان پرون تأیید کړه چې تېره میاشت‌یې د ایران له نوي حکومت سره د مستقیمو خبرو لومړی پړاو ترسره کړ.

روېټرز د سعودي د بهرنیو چارو وزیر د شهزاده فیصل بن فرحان ال سعود په حواله ویلي چې له ایران سره خبرې د سپټمبر په ۲۱مه شوې وې، خو هغه د دغو خبرو ځای په ډاګه نه‌کړ.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په همدې ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا وکړه.

سعودي عربستان ویلي چې له ایران سره خبرې په لومړیو پړاوونو کې دي، خو هیله لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نه حل کېدونکو مسئلو لپاره لاره هواره کړي.

ریاض او تهران هیله څرګنده کړې چې دا خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی کم کړي.

دغو دواړو سیالانو تل خپل مخالفتونه په سوریه، لبنان او عراق کې ښودلي او سعودي عربستان په ۲۰۱۵ کال کې یو پوځي ائتلاف هم جوړ کړ چې په یمن کې د ایران له ملاتړ برخه‌من حوثي ډلې په وړاندې مبارزه کوي.