د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مخکېنۍ مشره: افغانستان کې د ملکیانو وژل دوام لري

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مخکېنۍ مشره شهرزاد اکبر

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مخکېنۍ مشرې شهرزاد اکبر ویلي د ملکیانو وژل دوام لري او د قربانیانو لپاره د عدالت د ټینګښت لپاره هېڅ ګام نه پورته کېږي.

اغلې اکبر له هغو محدودو فعالانو او پخوانیو چارواکو ده چې د کابل تر پرونۍ چاودنې وروسته‌یې عکس‌العمل ښودلی دی.

اکبر په خپل ټویټر باندې په بیان کې په پخواني حکومت او طالبانو انتقاد کړی چې د قربانیانو لپاره د عدالت په ټینګښت کې د پاتې راتلو ترڅنګ د پخلاینې، د حقایقو د ویلو او د تاوان د پرې کولو په برخه کې یې ګام نه‌دی پورته کړی.

د کابل په پرونۍ چاودنه کې چې د عیدګاه جومات مخته وشوه د طالبانو ویاندویانو د لږ تر لږه دوو کسانو د وژل کېدو او د درېیو نورو د ټپي کېدو تأیید کړی دی.