د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر وايي، افغانستان د اقتصاد او ټولنیزو سیستمونو له داسې زوال سره مخامخ دی چې په بشري غمیزې بدلېږي.
جوزف بورېل نن د خپل بلاګ په یوه مطلب کې ویلي، تر ټولو د ناوړه وضعیت د مخنیوي لپاره طالبانو ته په کار ده، هغو شرایطو ته غاړه کېږدي چې نړیوالو مرستو ته زمینه برابروي.
ښاغلي بورېل لیکلي: "افغانستان له جدي بشري بحران سره مخامخ دی چې ټولنیز او اقتصادي زوال هم راروان دی او دا بحران افغانانو، سیمې او نړیوال امن ته ګواښ پېښوي."
له کله چې طالبانو د اګسټ میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، په افغانستان کې د خوړو بیې دوه برابره لوړې شوې دي.