طالبانو بګرام هوايي اډې ته د چینايي الوتکو د ورتګ اوازې رد کړې

د بګرام هوايي اډې یوه څنډه

طالبانو هغه اوازې رد کړې چې ګنې چینايي الوتکې بګرام هوايي اډې ته راغلې دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي، بګرام اډې ته نه چینايي الوتکې راغلي او نه چینايي ځواکونه.

تېره شپه په ټولنیزو رسنیو کې اوازې خپرې شوې چې د بګرام هوايي اډې څراغونه ناببره روښانه شوي او د چینایانو څو الوتکې په دې هوايي اډه کې کېناستې دي.