د پاکستان صدراعظم عمران خان د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د افغانستان پر حالاتو ټیلیفوني خبرې وکړې.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، دواړو خواوو په دې ټیلیفوني خبرو کې چې پرون (شنبه) یې وکړې، د افغانستان په اوسني وضعیت، سولې او ثبات او بشري مرستو ټینګار وکړ.
عمران خان په ځانګړي ډول په اوس وخت کې له افغانستان سره د بشري مرستو اړتیا مهمه وبلله او د افغانستان د اقتصادي سقوط د مخنیوي لپارهیې له دې هېواد سره د اقتصادي راکړو ورکړو د ډېرېدو غوښتنه وکړه.
د پاکستان صدراعظم په داسې حال کې د تاجکستان له ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې چې د تاجکستان او د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.
د تاجکستان ولسمشر په افغانستان کې د ټولشموله حکومت غوښتنه کړې او طالبانو د هغه دا غوښتنه د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بللې ده.