د تبلیسي ښاروال: نیول شوی پخوانی ولسمشر باید د خپلو کړنو مسؤلیت ومني

د ګرجستان نیول شوی پخوانی ولسمشر میخایل ساکاشویلي

د ګرجستان د پلازمېنې تبلیسي ښاروال کاخا کالادژې «Kakha Kaladze» وایي، د دې هېواد پخوانی ولسمشر میخایل ساکاشویلي باید د خپلو کړو وړو مسؤلیت په غاړه واخلي.

هغه دا خبره پرون په تبلیسي کې خبریالانو ته وکړه او ساکاشویلي یې مجرم وباله.

میخایل ساکاشویلي چې کلونه کلونه په اوکران کې اوسېده، په ګرجستان کې د ښاروالیو او سیمه‌ییزو شوراګانو تر انتخاباتو یوه ورځ مخکې بېرته دغه هېواد ته ستون شو او سمدستي ونیول شو.

دغه انتخابات د تېرې جمعې په ورځ د اکټوبر په لومړۍ نېټه ترسره شول.

ساکاشویلي د ولسمشرۍ په موده کې له قدرته د ناوړه استفادې او د مخالفانو د ځپنې په تور په یوه غیابي محکمه کې په څو کاله بند محکوم شوی و.

هغه تېره اوونۍ ویلي چې د خپل هېواد د ژغورلو لپاره د زندان خطر په ځان مني او هغه هېواد ته ځي.