نامعلومو وسله والو جلال اباد کې د خبریال سادات په ګډون ۴ تنه وژلي

خبریال او لیکوال سید معروف سادات

نامعلومو وسله والو په جلال اباد ښار کې خبریال او لیکوال سید معروف سادات وژلی دی.

له ختیځ ولایت ننګرهاره راپورونه وایي چې نن شنبه (د تلې لسمه) مازدېګر ناوخته د جلال اباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند پنځم واټر پمپ سیمه کې نامعلومو وسله والو لیکوال او د "صبح بخیر او ماښام پخیر" راډیو پخوانی خبریال سید معروف سادات په ډزو وژلی او د نوموړی کوچنی زوی یې ټپي کړی دی.

د پېښې عیني شاهدانو ازادي راډیو ته په ورکړل شوېو معلوماتو کې ویلي چې په دې پېښه کې درې نور کسان هم وژل شوي چې هویت یې لا معلوم نه دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، وسله وال بریدګر په یوه ریکشا کې سپاره وو چې په یوه سپین رنګه ټوډي ډوله موټر یې برید وکړ او له برید وروسته وتښتېدل.

سید معروف سادات د ننګرهار اوسېدونکی او د کابل پوهنتون له ژورنالېزم پوهنځي فارغ شوی و.

نوموړي څو کاله له ختیځو ولایتونو "د صبح بخیر، ماښام پخیر" راډیو لپاره خبریالي کړې وه، خو په وروستیو کې یې د ننګرهار د کلیو او پراختیا په ریاست کې د مطبوعاتو د مسول په توګه دنده پرمخ وړله، دغه شان یې له ځینو بهرنیو رسنیو سره هم همکاري درلوده.

تر اوسه معلومه نه ده چې پر نوموړي دا برید چا کړی دی.

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.