'NOS' ټلوېزیون: طالبانو د هالنډیانو افغان ژباړونکي محکمې ته ورغوښتي

ارشیف

د هالنډ 'اېن.او.اېس' ټلوېزیون راپور ورکړ چې طالبانو له هغو افغانانو چې د هالنډیانو لپاره یې ژباړه کړې وه، غوښتې چې محکمې ته حاضر شي.

د 'اېن.او.اېس' ټلوېزیون د خبر له مخې ځینې ژباړونکي پټ دي او د طالبانو د یوه لیک له مخې، که دوی ځانونه تسلیم نه کړي د هغوی د کورنیو غړیو ته به د دې لپاره سخته سزا ورکړي چې نورو ته عبرت شي.

د طالبانو د جلب یو مکتوب په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د پولیسو د پخوانۍ څانګې یوه ژباړونکي ته استول شوی دی.

په دې لیک کې راغلي چې دې کس د بهرنیانو لپاره کار کاوه او په سرټیټۍ یې حرامې پیسې ترلاسه کړي دي.

خو د طالبانو په مشرۍد حکومت، د فرهنګي کمېسیون غړي احمدالله وثیق دا خبر رد کړی او دا یې یوه تبلیغادي هڅه بللې.

نوموړې وايي:"ځینې اشخاص په دې ډول ادعاوو سره غواړي چې له هېواده بهر ووځي او هلته د پناه اخیستو لپاره هڅې کوي."

همدا راز د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب هم لس ورځې مخکې د یوه غږیز پیغام له لارې له طالبانو غوښتنه کړې وه چې طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې او په وینا هېڅوک حق نه لري چې په خپل سر نور کسان وځوروي یا یې ووژني.