قطر کې د لومړي ځل لپاره ښځو ځانونه کاندید کړي

ارشیف،د قطر مرکز دوحه

په قطر کې د لومړي ځل لپاره ښځو ځانونه کاندید کړي دي.

د راپورونو له مخې د ۲۸۴ کاندیدانو له ډلې ۲۸ یې ښځې دي.

ټاکل شوې چې دوی نن د شوراګانو د ۳۰ چوکیو د ګټلو لپاره سیالۍ وکړي.

د چارو د کتونکو په باور په انتخاباتو کې د ښځینه کاندیدانو ګډون په دې هېواد کې یو مهم او مثبت پرمختګ ګڼل کېږي.

هغه هېواد چې د افغانستان د سولې په بهیر او د دې هېواد په روان وضعیت کې یې مهم رول لوبولی دی.