امریکا: پاکستان دې د تروریستي ډلو پر وړاندې هر ډول اقدام وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویانده شېرمن

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې شېرمن له پاکستانه غوښتي چې په هېواد کې د تروریستي ډلو پر وړاندې هر ډول اقدام وکړي.

ټاکل شوې چې روانه اوونۍ نوموړې له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته لاړه شي.

مېرمن شېرمن پرون جمعه خبریالانو ته وویل چې له پاکستانه د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې برخه کې د پیاوړي شراکت غوښتنه کوي.

هغې له اسلام اباده وغوښتل چې له توپیر پرته دې د ټولو ترهګرو ډلو په وړاندې مناسب اقدام وکړي.

امریکا کلونه-کلونه پر پاکستان انتقاد کاوه او پر دې هېواد یې تورونه لګولي و چې د افغانستان پر وړاندې دوه ګونی چلند کوي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان په هغه مرکه کې چې پرون د ترکیې د TRT ټلوېزیون له خوا خپره شوه، وویل، هېواد یې له پاکستاني طالبانو سره په دې شرط خبروته چمتو دی چې هغوی وسله پر مځکه کښېږدي.