مسوولین او صنعتکاران: خوست کې کارخانې او فابریکې سقوط سره مخ دي

خوست کې یوه کارخانه

په خوست کې د کارخانو او فابریکو مسوولین او صنعتکاران وايي، د خامو موادو او په بانکونو کې د پیسو د نشتون له کبله، د دوی تولیدات د سقوط له ګواښ سره مخامخ دي.

مسوولین وايي، که حکومت يې د نیمګړتیاوو لېرې کېدو ته پاملرنه ونه کړي، نو د دې فابریکو او کارخانو ډېره برخه به خپل تولیدات بند کړي.

په خوست کې یو شمېر لويې، منځنۍ او وړې فابریکې او کارخانې چې په دې ولایت کې يې د خوراکي او غیر خوراکي توکو تولیدات کول، اوس يې د خامو موادو د کمېدو او په بانکونو کې د پیسو د نشتون له کبله فعالیتونه کم شوي دي.

مسوولین وايي، په اوس وخت کې يې د کارېګرو شمېر سم نیمايي کم کړی او هغه يې کورونو ته رخصت کړي، ځکه د تولیداتو لپاره خام مواد نه لري.

دوی اندېښنه څرګندوي که بانکونه په بشپړ ډول خپل فعالیتونه پیل نه کړي او دوی د خامو موادو د پیرودلو لپاره د بانکونو له لارې پیسې ونه لېږل شي، یادې فابریکې به ودریږي.

نن جمعه د اکتوبر په اوله نېټه د انعام افغان د تولیدي شرکت مشر انورالله ازادي راډیو سره په خبرو کې د درېیو ستونزو یادونه وکړه.

ده د بانکونو له لارې د پیسو د ژر انتقال د پیل، په لږې فیصدۍ د خامو موادو محصول کېدل او د حکومت له خوا د پخوانیو مالیاتو د معاف کولو غوښتنه وکړه.

د خوست د صنایعو او کانونو خونې رئیس ګل زاعلي جانان زوی وايي، که د صنعتکارانو ستونزې په وخت حل نه شي، نو د دې امکان شته چې د فابریکو ډېره برخه به سقوط شي.

ښاغلي جانان زوی زیاته کړه: "د فابریکو لپاره د خامو موادو نشتون دی، زموږ پیسې دي چې بهرنیو ملکونو سره راکړه ورکړه نه شو کولای، صادرات او واردات مو ټول ولاړ دي، موږ دا ستونزه مرکزي ادارې سره شریکه کړې ده، هغوی ډاډ راکړی خو تراوسه ورته کوم د حل لار نه ده پیدا شوې، که دا حالات وځنډیږي، زموږ صنعتکاران به د ډېرو ستونزو سره مخامخ شي، فابریکې او کارخانې به ودریږي او ډېر خلک به وزګار شي. "

ملي سوداګر جهانګل همت اندېښنه څرګندوي، که په خوست کې د شته پانګوالو ستونزې حل نه شي، نور کسان به په دې ځای کې پانګونې ته زړه ښه نه کړي.

ده زیاته کړه، طالبانو ته بایده ده چې پانګوال نورې پانګونې ته وهڅوي، څو د هغوی په وجود کې دلته تولیدات ډېر شي او خلکو ته کاري زمینې برابرې شي.

خوست کې یوه کارخانه

بل خوا طالب چارواکي وايي، دوی ته د صنعت پرمختګ ارزښت لري او په دې برخه کې به د فابریکو او کارخانو له مالکینو سره هر ډول مرستې وکړي.

د خوست د ولایت مقام د رسنیو د برخې مسوول مولوي اخترمحمد عکرمه وویل، دوی به هغه امکانات ونه سپموي چې د ولایتي ادارې په وس کې وي.

ښاغلي عکرمه زیاته کړه: "اسلامي امارت ته په هېواد کې خصوصاً په خوست کې د صنعت پرمختګ ډېر اهمیت لري، موږ د فابریکو او کارخونو له مسوولینو سره په تماس کې یو او د دوی د ستونزو د حلولو لپاره به هر لازم اقدام چې د ولایتي ادارې په وس کې وي، ترسره کړو. "

یاده دې وي، په خوست کې شاوخوا ۲۳۰ کارخانې او فابریکې فعالیت لري چې په هغه کې تردې وروستیو په مستقیم ډول ۸۷۰۰ کاریګر په کار بوخت وو، خو اوس يې تولیدات لږ شوي او د کاریګرو شمېر هم نیمايي ته راښکته شوی دی.