شمالي کوریا د هوايي ضد یو نوی توغندی یې ازمویلی دی

د شمالي کوریا توغندی

د شمالي کوریا دولتي رسنیو نن راپور ورکړ چې د هوايي ضد یو نوی پرمختللی توغندی یي ازمویلی دی.

د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس د راپور له مخې دا د راکټونو تر ټولو وروستۍ او تازه ازموینه وه چې د سېپټمبر په دېرشمه وشوه.

د توغندي دا ازموینه داسې وخت شوې چې له متحده ایالاتونو سره د شمالي کوریا د اټمي بې وسلې کولو په خبرو کې بُن بست لا هم په خپل ځای دی.

د فرانسې خبري اژانس په وینا، د الوتکې ضد یا هوايي ضد دا توغندی "د پام وړ جنګي فعالیت" وړتیا لري او د رادار یا نورو ټکنالوژیو په مټ کنټرولیدلی شي.

پیونګ یانګ د دې اوونۍ په پیل کې هم اعلان وکړ چې په بریالیتوب سره يې یو نوی د غږ مافوق لنډ واټن ویشتونکی راکېټ ازمویلی دی.

متحده ایالاتونو، بریتانیا او فرانسې نن د شمالي کوریا په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه وربللې ده.

د تړلو دروازو تر شا دا بیړنۍ ناسته د سېپتمبر په ۳۰ پلان شوې وه خو د روسیې او چین په غوښتنه یوه ورځ وځنډول شوه.