ګاسمن: افغانستان کې نوېو مقررو د بیان د ازادي ساه بنده کړې ده

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا برخې مرستیاله پتریشیا ګاسمن

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، طالبانو له کله چې په افغانستان ولکه ټینګه کړې پر رسنیو او بیان ازادۍ پراخ بندیزونه لګولي.

دا خبره د یاد سازمان په یوه اعلامیه کې چې نن خپره شوې راغلې.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا برخې مرستیالې پتریشیا ګاسمن په دې بیانیه کې ویلي: " سره له دې چې طالبانو ژمنه کړې وه که رسنۍ (اسلامي ارزښتونه په پام کې ولري) د فعالیت اجازه به ورکوي خو نوېو مقررو د بیان د ازادي ساه بنده کړې ده."

ګاسمن زیاته کړې، د طالبانو نوي مقررات ډېر پراخ دي او ژورنالیستان د خودسانسورۍ او د بندیانېدو له ویرې سره مخ کړې دي.

طالبانو له کله چې د اګسټ په پنځلسمه د افغانستان کنټرول په لاس کې واخېست په لومړیو ورځو کې واضح کړه چې که رسنۍ اسلامي ارزښتونه په پام کې ولري دوی به یې د کار مخه ونه نیسي.

سره له دې چې طالبانو دا ژمنه کړې وه، خو د راپورونو له مخې یو شمېر خبریالان د دې ډلې له خوا په بېلابېلو سیمو کې د راپور ورکولو پرمهال وهل شوي یا بندیان شوي دي.

تر ټولو لویه بېلګه یې د اطلاعات روز د خبریالان وهل ټکول وو چې ډېر غبرګونونه یې وپارول.

طالبانو د بشري حقونو د څار سازمان د تازه بیان په اړه تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې.