د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر پاییر لاپید پرون پنجشنبه بحرین ته لاړ چې د دغه هېواد په پلازمېنه منامې کې د اسراییل سفارت پرانیزي.
دا له تېر کال راهیسې چې د اسراییل او بحرین ترمنځ دپلوماتیکې اړیکې پیل شوي، بحرین ته د یوه تر ټولو جګپوړي اسراییلي چارواکي سفر دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، منامې ته د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر د سپرلۍ د الوتکې پر مخکینۍ څوکه د زیتون څانګه انځور شوې وه چې د سولې نښه ده.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې په دې سفر کې به دواړه خواوې د روغتونونو او د اوبو او برېښنا د شرکتونو ترمنځ د همکارۍ په شمول ۵ موافقې لاسلیک کړي.
بحرین او متحده عربي اماراتو تېر کال له اسراییل سره رسمي دپلوماتیکې اړیکې پیل کړې.