ارزونه: د افغانستان بانک یو نیم میلیارد ډالره افغانیو ته اړول شوې وې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د نړیوال بانک او د پیسو د نړیوال صندوق له یوې ارزونې سره سم، د افغانستان بانک د کابل تر سقوط مخکې یو نیم میلیارد ډالره په افغانیو اړولې وې.

د نړیوالو مالي متخصصانو د ارزونې په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان په بانکونو کې د پیسو کمښت مخکې تر دې پیل شوی و چې طالبان افغانستان ونیسي.

راپور د بانک د بحران د مخنیوي لپاره د افغانستان بانک د چارواکو پر اقداماتو انتقاد کړی او په ځانګړي ډول یې په دې نیوکه کړې چې بې ضرورته یې ډېر ډالر په بازار کې لیلام کړي او پیسې یې له پلازمېنې د ولایتونو بانکي څانګو ته انتقال کړي دي.

حاضردمه افغانستان د نغدو پیسو د کموالي له سخت بحران سره مخامخ دی او د خوړو او سونګ موادو بیې په لوړېدو دي.

نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق دا پټ راپور د سېپټمبر میاشتې په پیل کې په دوو مخونو کې چمتو کړی دی.