بلومبرګ: نړۍ اوس د جګړه‌ځپلي افغانستان ملاتړ نه‌کوي

يو شمېر نړيوالې ورځپاڼې

  • بلومبرګ

بلومبرګ خپرونې د افغانستان په اړه د نړۍ د ۲۰ سترو صنعتي هېوادونو د غونډې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

ټاکل شوې ده د نړۍ د ۲۰ سترو صنعتي هېوادونو (جي شل) انلاین غونډه د اکټوبر په ۱۲مه جوړه شي.

د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي چې هېواد یې د جي شل هېوادونو مهالنۍ مشري کوي وایي، نړۍ اوس د جګړه‌ځپلي افغانستان ملاتړ نه‌کوي.

خپرونه بیا لیکي افغانستان له اقتصادي ماتې سره مخامخ دی او متحده ایالاتو تېره اوونۍ وویل چې له دې سره موافق دی چې په بشري برخه کې له افغانستان سره مرستې وشي.

د ایټالیا صدراعظم وایي چې د جي شل هېوادونو د غونډې یو هدف بشردوستانه دی او بل‌یې دا دی چې پرې نه‌ږدي افغانستان د ترهګرو په پناهځای بدل شي.

  • هېل

هېل ورځپاڼې هم د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه مقاله خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې یې د سره صلیب او د سرې میاشتې نړیوالې ټولنې اندېښنې شریکې کړې دي.

دغو دوو نړیوالو ټولنو د افغانستان وضعیت ته اندېښنه ښکاره کړې ده چې بشري ناورین به رامنځته شي که مرستې ونه‌شي.

هېل لیکي، د مرستو غوښتنه او خبرداری په داسې وخت کې ورکول کېږي چې د امریکا متحده ایالاتو د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د افغانستان اسعاري زېرمې کنګل کړې دي او یو شمېر هېوادونو او مؤسسو لکه نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق وروسته تر دې له افغانستان سره خپلې مرستې ودرولې چې طالبان واکمنان شول.

د دغو دوو مؤسسو استازو ته د جي شل هېوادونو په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د اسوشیټډ پرس اژانس په وینا نړیوال بانک په یوه تازه راپور کې ویلي دي چې د افغانستان ۷۵ په سلو کې لګښتونه بهرنیو مرستو چمتو کول. اوس طالبان حتی نه‌شي کولای چې د خپلو مأمورینو معاشونه ورکړي.

هېل ورځپاڼې د افغانستان په اړه یوه بله مقاله هم خپره کړې ده. په دې لیکنه کې راغلي دي چې ولسمشر بایډن د اګسټ په ۳۱مه په خپله وینا کې وویل له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ژر وتل واشنګټن ته لار پرانیزي چې په سیمه کې له چین سره جدي سیالي ته توجه وکړي، خو د ورځپاڼې په باور اوس دا نښې په زیاتېدو دي چې په دې سیمه کې د امریکا د دې سیال لپاره ستراتېژیکه فضا ډېره پرانیستل شوې ده.

هېل ورځپاڼه وړاندې د واشنګټن او پیکېنګ وروستۍ اړیکې څه په تفصیل څېړي او د افغانستان مسئلې ته‌یې بیا اشاره نه‌ده کړې، خو د افغانستان په چارو کې د چین تر لېوالتیا پورې پیکېنګ تازه د ۳۱ ملیونه امریکایي ډالرو په ارزښت بشري مرستې د طالبانو له حکومت سره کړې دي او روېټرز اژانس څرګندوي چې چین غواړي د اکټوبر په وروستیو کې د متخصصینو د یوې غونډې کوربه شي چې د افغانستان او د سیمې د امنیت په اړه بحث په‌کې وشي.