عمران خان له ویزه لرونکو افغانانو د اضافي اجازه‌نامې نه‌غوښتلو سپارښتنه وکړه

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم یو سلاکار ویلي، عمران خان سپارښتنه کړې چې له ویزه لرونکو افغانانو څخه دې پاکستان ته د تلو پر مهال اضافي اجازه‌نامه نه‌غوښتل کېږي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، هغه افغانان چې د ځمکې له لارې پاکستان ته ځي اړ دي چې د پاکستان پر ویزې سربېره له پاکستاني چارواکو څخه د "بارډر پاس" په نوم یو بل لیک هم ترلاسه کړي.

د دې لیک ترلاسه کول د ګڼو افغانانو لپاره په یو سرخوږي بدل شوی او ځینو د سلګونو ډالرو رشوت په بدل کې ترلاسه کوله.

د عمران خان یو سلاکار شهزاد ارباب پر خپل ټویټر نن لیکلي چې د دې هېواد کابینې نن په تورخم بندر کې پاکستان ته له اوښتونکو افغانانو څخه د غیر قانوني پیسو د اخیستلو په شکایتونو بحث کړی او د دې هېواد صدراعظم سپارښتنه کړې چې د اجازه‌نامې پرته دې افغانانو ته یوازې د ویزې په لرلو پاکستان ته د اوښتلو اجازه ورکړل شي. تر اوسه پورې څرګنده نه‌ده چې دا سپارښتنه به څومره عملي شي.

په تورخم او سپین بولدک کې دا مهال زرګونه افغانان، پاکستان ته د اوښتلو لپاره راټول شوي چې ځیني یې قانوني ویزې هم لري، خو پاکستاني چارواکي د وراوښتلو اجازه نه‌ورکوي.

په عین حال کې د سپین بولدک څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي چې نن دغلته د افغان او پاکستاني پوله‌ساتو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته دا لاره د موقت وخت لپاره په بشپړه توګه بنده شوې وه.