افغان سوداګر د سیمي له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پراختیا غواړي

تورخم کې د افغان سوداګرو مالونه

افغان سوداګر له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په پراختیا ټېنګار کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند نن پنجشنبه (د تلې په ۸مه) ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې تازه د دغې خونې پلاوي او د طالبانو په مشري د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدلي دي.

ښاغلي مومند وویل چې ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره نېکې اړیکې لرل د هېواد په اقتصادي پراختیا کې اړین رول لوبوي.

دی وایي، په دې غونډه کې سوداګرو د سیمې هېوادونو ته د ویزو صدور نشتوالي، بانکي ستونزو او د سوداګرو او پانګوالو امنیت او خوندیتوب په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې د بهرنیو چاور وزارت د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

سوداګرو د ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره ښې اړیکې لرل یو مهم اصل وګاڼه او غوښتنه یې وکړه چې دا اړېکې باید پراخې شي.

خو ښاغلي متقي ژمنه وکړه چې هڅه کوي د خلکو او سوداګرو ستونزې پای ته ورسوي.

ښاغلي متقي د سوداګرۍ د خونې له مشرتابه وغوښتل چې د سوداګرو ستونزې او وړاندیزونه په لیکلي او واضح ډول له وزارت سره شریکې کړې، څو وزارت يې په له منځه وړلو کې ګړندي ګامونه پورته کړي.