اسټن، میلي او مککنزي به د استازو جرګې ته حاضر شي

د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان فرانک مککنزي

تمه ده چې د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن، لوی درستیز مارک میلي او د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان فرانک مککنزي نن د استازو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته حاضر شي.

دوی پرون د سنا جرګې د وسله والو خدماتو په کمېټې کې د استازو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

مارک میلي په پرونۍ غونډه کې طالبان له القاعده شبکې سره د اړیکو په دوام تورن کړل.

میلي وویل: "باید په یاد ولرو چې طالبان یو تروریستي تنظیم و او تروریستي ډله به پاتې شي، دوی لا هم له القاعده سره اړیکې پرې کړي نه دي."

طالبانو تراوسه پورې د امریکا د لوی درستیز د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو پخوا یې دې ته ورته ادعاوې رد کړي دي.

طالبانو ویلي چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد کار واخلي.

د القاعده په شمول له ټولو تروریستي ډلو سره د اړیکو پرېکون د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه دامریکا او طالبانو د موافقې یو مهم مورد و.