طالبان امریکا ته: د افغانستان هوايي حریم ته بې پېلوټه الوتکې مه داخلوه

د امریکا بې پیلوټه الوتکه

د طالبانو حکومت د امریکا له متحدو ایالاتونو وغوښتل چې د افغانستان هوايي حریم ته دې د خپلو بې پېلوټه الوتکو له داخلولو ډډه وکړي.

طالبانو تېره شپه په یوه اعلامیه کې وویل، په وروستیو کې په قطر کې د لاسلیک شوې موافقې برخلاف د امریکا د بې پېلوټه الوتکو له لوري د افغانستان هوايي حریم د دوی په ټکو 'اشغال' کېږي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي تېره اوونۍ یوه کنفرانس ته وویل، د افغانستان د هوايي حریم د کارونې لپاره د طالبانو اجازې ته اړتیا نه لري.

د امریکا متحدو ایالاتونو تېره میاشت په کابل او ننګرهار کې د بې پېلوټه الوتکو په مرسته ځینې بریدونه کړي دي.

امریکايي چارواکو تایید کړې، د کابل هوايي ډګر ته نږدې د دوی په برید کې چې د اګسټ پر ۲۹مه شوی و، د ۷ ماشومانو په ګډون لس ملکیان وژل شوي دي.

له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د ټولو پوځیانو وتل د اګسټ میاشتې پر ۳۱ مه بشپړ شول.