افغان وکیله فرشته کریمي د بشر حقونو د سترې جایزې ګټونکې شوه

د فرانسې ملي بیرغ

افغان وکیله او د بشري حقونو فعاله فرشته کریمي پرون په پاریس کې د بشري حقونو د سترې جایزې ګټونکې وبلل شوه.

اته دیرش کلنه کریمي د قانون غوښتونکي په نوم د بنسټ موسسه ده چې له دې لارې یې په افغانستان کې قانوني مرستې کړي دي.

دا د ټاکلي پلاوي له لوري پرون په پاریس کې د لودوویچ تراري یوو په نوم د بشري حقونو د جایزې ګټونکې اعلان شوه.

دا جایزه د تاري یوو په نوم نومول شوې ده چې په اتلس سوه اته نویم کال کې یې په فرانسې کې د بشري حقونو ټولنه جوړه کړې وه او لومړۍ جایزه یې په نولس سوه پنځه اتیایم کال کې د نژادي تبعیض ضد سرلارې مبارز نېلسن منډیلا ته ورکړل شوه.