لوېډ اسټن: د افغان ځواکونو ناڅاپي ماتې، حیران کړو

د امریکا دفاع وزیر

د امریکا د متحد ایالاتونو دفاع وزیر وایي، د افغان ځواکونو ناڅاپي ماتې دوی حیرانه کړل.

لوېډ اسټن د امریکا د سنا د پوځي خدماتو استماعیه غونډې ته پرون وویل: "حقیقت دا دی چې افغان پوځ چې موږ او زموږ شریکانو روزلي وو، په ډېرې اسانۍ اوبه شو او په ګڼو مواردو کې پرته له دې چې یو ډز وکړي موږ ټول یې حیرانه کړو، له دې پرته بله هره ادعا به ریښتونې نه وي."

ښاغلي اسټن زیاته کړه چې اداري فساد هم د دې ځواکونو د کمزوري سبب شو.

ټاکل شوې ده چې نن چهارشنبه (د تلې په ۷مه) هم د امریکا د استازیو جرګې په یوې استماعیه غونډه کې د امریکا پوځي چارواکي د کانګرس د غړیو پوښتنو ته ځواب ووایي.

په پرونۍ غونډه کې د دفاع وزیر ترڅنګ د سنا د پوځي خدماتو په استماعیه غونډه کې د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال مارک میلي او د امریکا د مرکزي قومانداني قوماندان جنرال فرانک مککینزي هم برخه اخیستې وه.