یوټیوب دوه چینلونه چې په جرمني ژبه یې مواد خپرول ډیلیټ کړل

یوټیوب

د ویډیوګانو د شریکولو پلاټفورم، یوټیوب دوه چینلونه چې په جرمني ژبه یې مواد خپرول او د روسیې د دولتي رسنۍ رشیا ټوډې یا (RT) مربوط وو، ډیلیټ کړل.

مسکو د ځوابي اقدام خبرداری ورکړی دی.

د رشیا ټوډې د یوه دغه چنل مسوولې دینارا توکتو سونووا په دې اړه لومړی، پرون په ټلیګرام کې دا اعلان وکړ.

د ټکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل چې یوټیوب یې خپل دی ویلي، دوی دغه دوه چنلونه ځکه ډیلیټ کړي چې د کووېډـ۱۹ ناروغۍ او واکسینونو په اړه یې ناسم اطلاعات خپاره کړي وو.

ګوګل ویلي، دوی دغو چینلونو ته خبرداری ورکړی و چې د دوی له اصولو سرغړونه کوي، ځکه یې د لنډ وخت لپاره د دوی نشرات بند کړي دي.