قریشي: د بشري ناورین مخنیوي لپاره باید نړۍ له افغانستان سره اړیکې وپالي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي په افغانستان کې د بشري ناورین او د اقتصادي چارو د سقوط د مخنیوي لپاره باید نړۍ له دغه هېواد سره اړیکې وپالي.

هغه دا خبره نن د بریتانیا د پارلمان له یو شمېر غړو سره په لیدنه کې کړې ده. قریشي د دې لیدنې جزئیات او عکسونه په خپل ټویټر خپاره کړي.

قریشي ویلي د افغانستان په تړاو یې د پاکستان لیدلوری د بریتانیا د پارلمان د بهرنیو او دفاعي چارو د کمېټو له مشرانو سره شریک کړ.

هغه زیاته کړې چې په دې لیدنو کې یې ټینګار کړی چې نړۍ باید د یوه بشري کړکېچ او د اقتصاد د سقوط د مخنیوي لپاره له افغانستان سره اړیکې وپالي.

قریشي ګڼو نورو سفرونو کې هم د افغانستان په تړاو خبرې کړي.

د طالبانو حکومت که څه هم د قریشي د لیدنو او د بحثونو په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښوولی، خو په لندن کې لسګونه افغانانو د دې لیدنو پر ضد اعتراض کړی.

د مظاهرو یوه تنظیموونکي ډاکتر ذاکر سادات ازادي راډیو ته وویل چې قریشي د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي او د طالبانو په استازولۍ تبلیغ کوي.