طالبان: د پاچا ظاهرشاه د دورې اساسي قانون د لنډ مهال لپاره کاروو

ظاهرشاه

طالبانو ویلي، د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه د دورې اساسي قانون له هغو موادو پرته چې د دوی په خبره له اسلام سره په ټکر وي د موقتې دورې لپاره اجرا کوي.

دا خبره د طالبانو د حکومت د عدلیې سرپرست وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي په حواله نن خپره شوې ده.

شرعي نن د چین له سفیر سره په کابل کې کتلي او دا خبرې یې له هغه سره په لیدنه کې یادې کړي.

د طالبانو د عدلیې وزارت د اعلامیې پر اساس چې د دې وزارت په فیسبوک خپره شوې د دوی حکومت هغو نړیوالو قوانینو او سندونو ته هم درناوی کوي چې د دوی په خبره د شریعت او اسلامي امارت له اصولو سره په ټکر کې نه وي.

طالبانو دا جزییات نه دي ورکړي چې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د دورې اساسي قانون چې دوی یې د عملي کولو تابیا لري په کومو مواردو کې له اسلام سره ټکر لري.