ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ: د ملي ګټو په خاطر مو وینا ونه کړه

د ملګرو ملتونو عمومي غونډه

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ویلي، د ملي ګټو او په سازمان کې د افغانستان د څوکۍ د ساتلو لپاره یې عمومي غونډې ته وینا ونه کړه.

د استازولۍ په ټوېټرپاڼه باندې ساعت مخکې دا خبر راغلی دی.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ زیاته کړې دا پرېکړه یې د سازمان له یو لړ مطرح غړیو سره په مشوره کړې چې په عمومي غونډه کې خبرې ونه کړي.

خو استازولۍ ډاډ ورکړی چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي نماینده ګي د پخوا په شان خپل فعالیتونو ته دوام ورکوي.

تمه وه د ګوښه شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د حکومت دایمي استازی غلام محمد اسحاقزی د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د ٧٦ مې عمومي غونډې په وروستۍ ورځ وینا وکړي.

د لویدیځو رسنیو د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوټیرش ویاند سټیفن دوجاریک همدا اوونۍ خبر ورکړی و چې اسحاقزی د افغانستان په استازیتوب وینا کوي.

طالبانو د ملګرو ملتونو سرمنشي ښاغلي ګوتیریش ته یو لیک هم استولی وو او ترې غوښتي یې وو چې په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه ومني او طالبانو ته اجازه ورکړي چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وینا وکړي.

شاهین تازه له دې مسلې هرکلی کړی چې اسحاقزی بېګا له وینا تېر شوی.