نړیواله جنایي محکمه افغانستان کې خپلې څېړنې بیا پيلوي

نړیواله جنايي محکمه

نړیوالې جنایي محکمې اعلان کړی چې په افغانستان کې خپلې څېړنې بیا پيلوي او لومړیتوب هغو جرمونو ته ورکوي چې ادعا کېږي داعش – خراسان څانګې او طالبانو ترسره کړي دي.

دا خبره د یادې محکمې د څارنوال کریم خان په حواله په یوه مفصله بیانیه کې پرون یاده شوې ده.

په اعلامیه کې د څارنوال خان په حواله راغلي: "د طالبانو او داعش له خوا د ادعا شوېو جرمونو شدت، اندازه او دوامداره ډول چې په کې په ملکي وګړو د بې توپیره بریدونو تورونه، غیرقانوني اعدامونه، د ښځو او نجونو ځورول، د ماشومانو پر وړاندې جرمونه او نور جرمونه چې په پراخه کچه ملکي وګړو باندې اغیزه کوي شامل دي."

د بشري حقونو ځینو فعالانو او مدافع سازمانونو که څه هم له دې اقدامه هرکلی کړی، خو د نړیوالې جنایي محکمې د اعلامیې ځینو برخو یې انتقادونه کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا مرستیالې پټریشیا ګاسمن ویلي، د عدالت د ټینګښت لپاره د داعش او طالبانو د سرغړونو څېړل مهم اقدام دی.

اغلې ګاسمن زیاتوي، له لومړیتوبونو د امریکايي او پخوانیو افغان ځواکونو د څېړنو لرې کول په دې معنی دی چې هغوی ته "له زندانه د وتلو وړیا چانس په لاس ورکول کېږي."