لسګونه افغانانو لندن کې د پاکستان پر ضد لاریون وکړ

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

لسګونه افغانانو په لندن کې د پاکستان پر ضد لاریون وکړ. دوی پرون د بریتانیا له صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر سره د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د لیدنو په درشل کې د بریتانیا د صدارت ماڼۍ مخ ته وتلي وو.

د مظاهرې یوه تنظیموونکي ذاکر سادات ازادي راډیو ته وویل: "په مجموع کې دریځ دا و چې د پاکستان لاسوهنې او په ځانګړي توګه دا قریشي چې دی په اصطلاح د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر په توګه کله دلته او کله تاشکند او کله په تاجکستان کې ناست وي او د دوی لپاره لابي کوي، د دې په خلاف موږ راوتلي وو."

ښاغلي سادات وویل چې نن سې شنبه هم دا افغانان مظاهرې ته راوځي.

تردې مخکې هم په ځینو نورو اروپايي هېوادونو له هغې ډلې بلجیم، جرمني او فرانسې کې یو شمېر افغانانو د پاکستان پرضد لاریونونه کړي.

پاکستاني چارواکو د دغو لاریونو په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.