یو شمېر افغان مېرمنې پرون رسماً د اروپا د پارلمان له خوا د سخروف جایزې لپاره کاندیدې شوې.
د راپورونو له مخې شهرزاد اکبر، ظریفه غفاري، ماري اکرمي، پلوشه حسن، فرشته کریم، صحرا کریمي، میترا مهران، حوریه مصدق، سیما سمر، حبیبه سرابي او انیسه شهید په دې سیالي کې د افغان مېرمنو استازیتوب کوي.
د اروپا د پارلمان مرستیالې هایدي هاوتالا پرون وویل چې دا افغان مېرمنې په خپل هېواد کې د مبارزې، بشري حقونو او ډموکراسۍ د دفاع لپاره د سخروف جایزې لپاره کاندیدې شوي: "د دغو ښځو مېړانه عالي ده. هغوی ځان له خطر سره مخ کړی، څو د هغه څه لپاره چې موږ ته ډالۍ شوې، مبارزه وکړي."
د سخروف جایزې ګټونکي به د اکتوبر په ۲۱مه یعنې په څه کم یوه میاشت کې اعلان شي.
د افغان مېرمنو تر څنګ د روسیې د حکومت سرسخته منتقد الکسي ناوالني هم د دې جایزې رسمي نوماند اعلان شوی.