یونان کې ۵،۸ درجې زلزلې یو تن مړ کړ

د یونان د کریت ټاپو

نن سهار د ریښتر په مقیاس ۵،۸ درجې زلزلې د یونان د کریتِ ټاپو یو نېستمن­ مېشته ښار ولړزاوه چې لږ تر لږه یو تن‌یې مړ کړی دی.

د ټلوېزیون په تصاویرو کې ښکاري چې د زلزلې له کبله ګڼ کسان مجبوره شوي چې له ودانیو سړکونو ته راووځي.

د زلزلې ټکانونه د کریتِ په شمال سانتوریني ټاپو کې هم احساس شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي چې دغې زلزلې کورونه هم زیانمن کړي دي.