طالبانو د ملګرو ملتونو پر یوې پرېکړې اعتراض کړی

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ

طالبانو د ملګرو ملتونو پر هغې پرېکړې اعتراض کړی چې د دوی استازی د ملګرو ملتونو په ۷۶مه عمومي اسامبلۍ کې ګډون او وینا نه شي کولای.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین چې په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د حکومت سفیر نومول شوی، نن ازادي راډیو ته وویل چې دوی حق لري د افغانستان استازیتوب وکړي او د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې برخه واخلي.

شاهین زیاته کړه: "موږ د خلکو ملاتړ لرو او موږ د دې وړتیا لرو چې د خپلو خلکو او هېواد دفاع وکړو. نو دا زموږ حق دی چې د ملګرو ملتونو د اصولو پر بنسټ د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت وپيژندل شو."

تردې وړاندې د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک ویلي و چې غلام محمد اسحاقزی به د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د افغانستان په استازیتوب وینا وکړي.

خو ښاغلي شاهین نن وویل یو کس چې د افغانستان په هېڅ برخه کنټرول نه لري په کومو اصولو د افغانستان په استازیتوب خبرې کولی شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغان حکومت پخوانی استازی ښاغلی اسحاقزی اوس هم په خپله دنده کې پاتې دی ځکه لا د ملګرو ملتونو د اعتباربښنې کمېټې په دې اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.