طالبان: نړیوال هوايي شرکتونه دې افغانستان ته الوتنې پیل کړي

د کابل هوايي ډګر

طالبانو له نړیوالو هوايي شرکتونو غوښتي چې افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د کابل په هوایي ډګر کې ستونزې حل شوي دي.

د کابل هوایي ډګر چې تېره میاشت د بهرنیانو او له خطر سره مخ افغانانو د ایستلو پر مهال لږ څه تخریب شوی وو، د قطر او ترکیې په مرسته بېرته جوړ شوی.

د امریکا په مشرۍ د خلکو د ایستلو د عملیاتو پر مهال له ۱۲۰ زرو زیات کسان چې په کې اکثر افغانان وو وایستل شول.

د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت PIA په ګډون یو شمېر هوایي شرکتونه د کابل هوایي ډګر څخه محدود خدمات لري.

د بشري مرستو او مسافرینو د لېږد رالېږد ځینې پروازونه هم کېږي خو تجارتي الوتنې په بشپړه توګه لا نه دي پيل شوي.