اسراییلي پوځ: یو لړعملیاتو کې ۵ فلسطینیان وژل شوي

ارشیف

د اسراییل پوځ تایید کړې چې د دوی په یو لړ عملیاتو کې نن سهار پنځه فلسطینیان وژل شوي.

د پوځ په بیان کې راغلي چې اسراییلي عسکرو د هغو فلسطینیانو د نیولو لپاره په بیت المقدس او شااوخوا سیمو کې عملیات ترسره کړل چې د ترهګریزو بریدونو د ترسراوي قصد یې درلود.

بیان زیاتوي چې وژل شوي فلسطینیان د حماس وسله وال غړي وو چې د دوی له پوځیانو سره په مخامخ ډزو کې لګېدلي.

د فلسطین د روغتیا وزارت بیا اعلان کړی چې د بیت المقدس په شمال کې د بدو سیمې درې اوسیدونکي او د برقین سیمې دوه اوسیدونکي د اسراییل له خوا وژل شوي.

د راپورونو له مخې یو اسراییلی افسر او یو عسکر هم په دې نښتو کې ټپیان شوي.

په دې مخامخ نښتو سربېره د اسراییلي پوځیانو د عملیاتو پر مهال اته فلسطینیان نیول شوي هم دي.