هند کې د افغان ښځینه خبریالانو لپاره بسپنه ټولېږي

ارشیف، کابل کې یوه ښځینه خبریاله

د هند د ښځینه ژورنالیستانو شبکې (ښځې په رسنیو کې) په افغانستان کې له ژورنالیستانو او نورو ګیر پاتې ملکیانو په تېره بیا ښځو سره د پیوستون لپاره د افغان ښځینه خبریالانو لپاره د بسپنې ټولول پیل کړي دي.

د دې شبکې په وینا، د سېپټمبر په نهمه یې دا نوښت پیل کړ او په دوو اوونیو کې یې ۳۷ لکه هندي روپۍ چې ۵۰ زره امریکايي ډالره کېږي، ټولې کړي دي.

'ښځې په رسنیو کې' شبکه هیله لري چې نورې پیسې به هم ټولې کړي او په دې توګه به د افغان ښځینه خبریالانو ملاتړ وکړي.

دوی دا پیسې د افغان ښځینه خبریالانو د الوتکو د ټکټونو، وېزو او نورو لګښتونو لپاره ټولوي.