د کرایي کورونو او اپارتمانونو انلاین کمپنۍ'Airbnb' غواړي چې د امریکا په متحدو ایالاتونو کې شل زره نورو افغان پناه غوښتونکو ته وړیا موقتي کورونه ورکړي.
دې کمپنۍ چې مرکز یې د امریکا په سانفرانسسکو کې دی، تر دې وړاندې هم ۲۰ زره افغانانو ته وړیا موقت هستوګنځي برابر کړي وو.
'ایر بي اېن بي' د امریکا د خلکو له سخاوت او مېلمه پالنې مننه کړې چې د لسګونو زره افغانانو لپاره یې وړیا کورونه ورسپارلي دي.
د اګسټ په پنځلسمه نېټه د طالبانو له لوري د کابل له نیولو وروسته لسګونه زره افغانانو چې ژوند یې په خطر کې وو، له افغانستانه امریکا او نورو هېوادونو ته پناه یووړه.
ګومان کېږي چې په امریکا کې به نورو موقتي کورونو ته اړتیا زیاته شي ځکه چې لا هم ډېر شمېر افغانان امریکا ته روان دي.