راپورونه: مسکو د طالبانو له حکومت سره د یوه طالب پلاوي پر ورتګ خبرې کوي

د ۲۰۱۹ کال مې میاشت کې مسکو ته د طالبانو د یو لوړپوړي پلاوي سفر

د راپورونو له مخې مسکو په کابل کې د طالبانو له حکومت سره پر دې خبرې کوي چې که یو پلاوی یې له مسکو څخه کتنه ترسره کړي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې دا خبره د روسیې ریا نیوز خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو له قوله نن جمعه ورکړی دی.

ریا اژانس دغه‌راز د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د مرستیال وزیر او ویاند ذبیح‌الله مجاهد هغه خبره هم را اخیستې چې ویلي یې دي، د طالبانو حکومت د دغسې ارتباطاتو په لټه کې دی.

د تېرې اګسټ میاشتې له ۱۵مې راهیسې چې طالبانو کابل نیولی او وروسته‌یې نوی سرپرست حکومت اعلان کړی تر اوسه هېڅ یوه هېواد هغه په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

که مسکو ته د طالبانو د حکومت د پلاوي د تګ موضوع رسماً تأیید شي، دا به له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، یوه بهرني هېواد ته د طالبانو د حکومت د پلاوي لومړنی سفر وي.

تر دې مخکې د طالبانو د قطر دفتر پلاویو څو ځلې له مسکو څخه کتنه ترسره کړې وه.