د خوست سیمه‌ییز چارواکي: د غلام خان بندر له لارې سوداګري زیاته شوې

غلام خان بندر کې له توکو ډکې لارۍ

د خوست سیمه‌ییز چارواکي د غلام خان بندر له لارې د سوداګرۍ د زیاتوالي خبر ورکوي.

د غلام خان د ګمرک رئیس مولوي موسی کلیم مجاهد زاده ازادي راډیو ته وویل چې پر دې لارې سوداګري ځکه زیاته شوې چې په لارو کې د قاچاق او د سوداګرو د بې‌ځایه ځورولو مخه نیول شوې ده.

د نوموړي په وینا پر دې لاره واردات د پخواني نظام په پرتله درې چنده زیات شوي او هره ورځ له ۱۳۰ لاریو نیولې تر ۱۵۰ پورې په دې لاره تګ او راتګ کوي، خو د لاریو او لویو ګاډو افغان چلوونکي وايي، پاکستان باید د دوی موټرو ته هم اجازه ورکړي چې د دې هېواد د خاورې دننه تګ راتګ وکړي ځکه دغه اجازه د پاکستان موټرو ته ورکړل شوې چې تر کابل پورې توکي لېږدوي.

د لارۍ چلوونکی ګلام خان وايي: "د اسلامي امارت نه موږ دا غواړو چې پاکستانۍ لارۍ راځي او په کابل کې خالي کېږي، خو افغانۍ لارې په بانډرۍ اخوا نه‌ورپرېږدي، دوهمه غوښتنه مو دا ده چې هر هېواد سره تجارت خلاص کړي."

د خوست غلام خان بندر کراچۍ ته تر نورو لارو شااوخوا ۴۰۰ کیلومتره نږدې پروت دی او په تېرو ۲۰ کلونو کې يې د خوستوالو له‌خوا په پرله‌پسې توګه د ترانزیټ کېدو غوښتنه شوې، خو تر اوسه هم د دې بندر د ترانزیټ کېدو ټول قانوني پړاوونه نه‌دي بشپړ شوي.