هند کې د ۳،۰۰۰ کیلوګرامه هیروئینو د قاچاق په تړاو دوه افغانان هم ونیول شول 

ارشیف، هندي ځواکونه

وروسته له دې چې د هند د ګوجرات ایالت په بندر کې دغه هېواد ته د هیروئینو تر ټولو د سترې جوپې قاچاق کشف شو، هندي چارواکي وايي چې دوه تنه افغانان‌یې هم په دې تړاو نیولي دي.

د هند د ګوجرات ایالت د عوایدو او ګمرکونو د ادارې رئيس د سې شنبې په ورځ (سنبله ۳۰) وویل چې ۳ زره کیلو هیروئین‌یې چې ارزښت‌یې ۲ میلیارده او ۷۰۰ ملیون ډالرو ته رسېږي او له افغانستان څخه د ایران د بندر عباس له لارې د ګوجرات موندرا بندر ته وروړل شوي وو، کشف کړي او په دې تړاو یې دوه هندیان نیولي دي.

هندي چارواکي اوس وايي چې دوه تنه افغانان‌یې هم د قضیې په تور نیولي او یو بل افغانستان ته تښتېدلی دی.

د هندي چارواکو په وینا، دا تر ټولو ډېر هیروئین دي چې په یو وار دغه هېواد ته قاچاق کېدل.