د طالبانو یو مؤسس: بیا به د لاس پرې کولو او اعدامونو په شان جزاوې عملي کړو

ارشیف، د طالبانو په تېره دوره کې په غازي ستدیوم کې د غلا په تور د یوه نیول شوي کس د لاس پرې کولو ته راټول شوي کسان

د طالبانو د تحریک د تېر حکومت د عدلیې وزیر او د دې ډلې یو مؤسس وايي چې بیا به د لاس پرې کولو او اعدامونو په شان سختې جزاوې عملي کړي.

ملا نورالدین ترابي له اسوشیټډ پرس خبري اژانس سره په مرکه کې د طالبانو له لوري په تېره دوره کې پر اعدامونو انتقادونه رد کړل.

طالبانو د خپل حکومت په تېره دوره یعنې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې عموماً په لوبغالي کې د زرګونه خلکو په مخکې اعدامونه کول، خو ترابي وايي چې ښايي دا ځل مجرمانو ته د خلکو په مخکې سزا ورنه‌کړل شي.

ده په عین حال کې وویل، هر چا په لوبغالي کې زموږ له لوري په سزا ورکولو اعتراض کاوه، خو موږ هېڅکله د نورو د قوانینو او سزاوو په اړه څه ونه‌ویل، نور هم باید زموږ د قوانینو په اړه څه ونه‌وايي.