د ایران اټمي موافقې ته د ستنېدو لپاره پر ډيپلوماتیکو لارو د بلېنکن ټینګار

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د ایران اټمي موافقې ته د تهران او واشنګټن د بېرته ستنېدو لپاره له ډیپلوماتیکو لارو پر کار اخیستو ټینګار وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، ښاغلي بلېنکن پرون (پنجشنبه) د چین، فرانسې، روسیې او بریتانیا له بهرنیو چارو وزیرانو سره په کتنه کې د خبرو اترو له لارې د ایران د اټمي پروګرام د بېلابېلو اړخونو په اړه د اندېښنو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

ده ویلي، امریکا د داسې لارو هڅه کوي چې د ایران د اټمي فعالیتونو په اړه ټولې اندېښنې پای ته ورسوي.

له بلې خوا یوه جګپوړي امریکايي چارواکي ویلي چې د ایران د اټمي موافقې د احیا کولو لپاره د خبرو لور ته د ایرانیانو نه‌لېوالتیا د دوی زغم پای ته رسوي.

دغه امریکايي چارواکي چې خبري اژانسونو یې نوم نه‌دی څرګند کړی پرون (پنجشنبه) وویل، ایران تر تله اټمي خبرو ته د راګرځېدو وخت نه‌لري.

ده دا هم ویلي، سره له دې چې له ایران سره لا هم پر اټمي موافقه د خبرو بیا پیلولو ته وخت شته، خو د امریکا صبر بې‌پایه نه‌دی.